هند د متنازعه ترميمي شهريت ايكټ او اېن آر سي غوندې امتيازي قوانين په اقليتونو مسلط كړي

image
APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 08 جنوری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي هند متنازعه ترميمي شهريت ايكټ او اېن آر سي غوندې امتيازي قوانين په اقليتونو مسلط كړي٬دا قوانين د “هندورشټرا”منصوبې او سوچ يوه برخه ده٬د ايران امريكې تاؤ تريخوالي كمولو لپاره زمونږ رابطې روانې دي٬پاكستان خپل مثبت كردار ترسره كولو له لوظي دے۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د خارجه چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غړو ته د مينځني ختيز په صورتحال٬د مودي حكومت امتيازي قوانين٬د كشمير مسئلې پشمول په مهمو سفارتي چارو خاص بريفنګ كښې وكړه۔د غونډې مشري د كمېټۍ چيئرمېن ملك محمد احسان الله ټوانه كوله۔غونډه په خارجه وزارت كښې وشوه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل هند متنازعه ترميمي شهريت ايكټ او د اېن آر سي غوندې امتيازي قوانين مسلط كړي چې پكښې د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو حقونو ته د زيان رسولو هڅه شوې۔ دا قوانين د “هندورشټرا”منصوبې او سوچ يوه لړۍ ده٬دا د هندوتوا سوچ دے كوم چې مودي سركار په هند كښې مسلط كول غواړي۔خارجه وزير ووئيل د ګجرات فسادات٬د بابري مسجد انهدام او د هند اوسني اقدامات د يو سوچ عكاسي كوي۔پاكستان په هر فورم د دغې په ضد غږ پورته كړې ځكه چې د دغې قوانين اطلاق د بشري حقونو خلاف ورزي ده۔ده ووئيل پھ هند كښې د هندي اقداماتو په ضد احتجاج زياتېږي٬صورتحال دومره تشويش ناك دے چې مودي د خپل آسام دوره منسوع كړې ٬د او آئي سي د اړخه هم د مسلمانانو په ضد مسلط كړې شوي د هند امتيازي قوانين په ضد غبرګون رامخې ته شوې۔ده ووئېل مونږ اسلامي نړۍ سره ښې اړيكې لرو۔ده ووئيل پاكستان عمر له د اسلامي نړۍ ترمينځه د پل كردار ترسره كولو هڅه كړی۔شاه محمود قرېشي ووئيل فروري كښې به وزيراعظم عمران خان ملائېشيا ته ځي او د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان به په راروانه مياشت پاكستان ته راځي۔ده ووئيل د مينځني ختيز په اړه د پاكستان موقف ستائېلې شوې٬مونږ په ډاګه وئېلي دي چې زمونږ خاوره به د كوم ګاونډي هېواد په ضد نه كارولې كېږي۔ده ووئيل د وزيراعظم تېره ورځ بيان واضحه وو چې پاكستان

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں