د اولس مشر ډاكټر عارف علوي په قائداعظم پوهنتون كښې د نړيوال اپلائيډ سائنسز اينډ ټېكنالوجي كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 14 جنوری (اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي جديد سائنسي ايجادات ګتوره او ذمه واره كارلو ته د ودې وركولو ضرورت دے٬د مصنوعي ذهانت په سبب امكانات او موقعې پراخه شوي ٬د نړيوالې ټولنې لخوا د كشمير په مسئله د اصولي پريكړې نه كولو له امله د پاكستان اولس مايوسه دے٬پاكستان په جنګ باور نه لري٬زمونږ جوهري صلاحيت امن او خپلې دفاع لپاره ضروري دے۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په قائداعظم پوهنتون كښې د نړيوال اپلائيډ سائنسز اينډ ټېكنالوجي كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وكړې۔اولس مشر د كنفرنس ستائنې كولو سره ووئيل نن نړۍ د علم پراخه تبادلې ته اړتيا ده ٬په دې لړ كښې دا كنفرنس خوشبينه دے٬اولس مشر كنفرنس لپاره د سائنسي مضوعاتو ټاكنه وستائېله او د سائنس په څانګه كښې يې د خپلې خوښۍ نه ګډون كوونكي خبر كړل۔ده ووئيل د سائنس په څانګه كښې هر يو نوې پرمختګ او ايجادات ډېر مهم وي۔دا د اړوندو څانګو د پالېسي جوړونكو ذمه واري ده چې دوي د دې ايجادات ذمه واره كارولو ته وده وركړي۔اولس مشر ووئيل كله چې د انسان تاريخ اوكتلې شي نو معلومېږي چې زياتره انساني پريكړې د جذباتو په بنياد شوي۔د انسان دماغ زبردست صلاحيتونه لري خو دې سره هم مونږ خپل تصورات د تجربات په رڼا كښې جوړوو چې پكښې د جانبدارۍ عنصر څرګند وي۔د سائنسي ايجادات كارولو په لړ كښې د دې اړخ تر نظره ساتلو ضرورت دے۔ ده ووئېل خلق د جديد سائنسي ايجاداتو استعمال په اړه انساني ټولنې له فكر مند دي۔اولس مشر ووئيل د جديدو سائنسي ايجاداتو ګتوره او ذمه واره كارلو ته د ودې وركولو ضرورت دے ٬د مصنوعي ذهانت په سبب امكانات او موقعې پراخه شوي ۔ ده ووئېل د نړيوالې ټولنې لخوا د كشمير په مسئله د اصولي پريكړې نه كولو له امله د پاكستان اولس مايوسه دے٬پاكستان په جنګ باور نه لري٬زمونږ جوهري صلاحيت امن او خپلې دفاع لپاره ضروري دے ۔اولس مشر په كنفرنس كولو انتظامېې له مباركي وركړه او وې وئېل د نړۍ بېلا بېل استازي په دې كښې ګډون كوي٬هيله ده چې د دې كنفرنس په نتيجه كښې به پاكستان كښې د سائنسي پرمختګ او سائنسي ايجاداتو ګټوره كارولو له لارښونه باوري شي

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں