اسلام آباد 16 جنوری (اے پی پی) پاكستان كښې د ملګرو ملتونو كنټري ډلې او ريزيډنټ او هيومنټيري كوآرډينيټرنټ اوسټبائي اوسني باران او واورې له امله د رامخې ته شوو پېښو په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړی۔د زيارت په ورځ په جاري شوي يو بيان كښې اوسټبائي ووئيل د پاكستان حكومت او اولس سره په دې زيان د غمرازۍ او يو والي څرګندونه كوو۔ده ووئيل ناڅاپي آفت په مهال ګڼ شمېر كسان بچ كول د پاكستان رېسكيو ډلې د ستائنې وړ كار كړے ۔هغوي پھ پېښو كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل موڼږ په پاكستان كښې د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ سره په تماس كښې يو دغسې چې ځپليو ته ضروري مرسته وركړی شي۔په دې لړ كښې اړوندو چارواكو او ډونرز سره رابطې لرو دغسې چې ځپليو له زيات وسائل وركړی شي