اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي د كشمير كشاله په منظم ډول رامخې ته كولو او كشميريانو سره د يوالي څرګندونې له به د جنورۍ 25مې نيټې څخه په قامي او نړيواله توګه د بېلا بېلو دستورو اعلان كولو سره وئيلي دي د چېلنجونو باوجود به پاكستان د كشميريانو مقدمه په نړيواله كچ په زړه پورې ډول مخ په وړاندې بيائې٬ هند د كشمير شريك حل نه تېښته غواړي٬ د هند د ټولو هلو ځلو باوجود د كشمير په كشاله دوه ځله په سلامتي كونسل او دوه ځله د امريكې په كانګرېس كښې بحث شوې٬ د هند لخوا د ناسم آپرېشن هم اندېښنه ده٬ هند ټوله منطقه خطرو سره مخ كړې ۔ د زيارت په ورځ خارجه وزير د مواصلات وزير مراد سعيد، د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان او سناتور فېصل جاوېد سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ووئيل د اګست په 5مه نيټه د هند د يو اړخيزه اقدام نه پس په مقبوضه كشمير كښې د 80 لكه نه زيات كشميريان عملاً بنديوان دي٬ د هند امن په داٶ لګولې شوې٬ د 175 ورځو راهسې په مقبوضه كشمير كښې كرفيو ده او ټول بنيادي بشري حقونه معطل دي۔ ده ووئيل د پنځم اګست نه پس مونږ په سنجيدګۍ سره اوكتل چې حالات په تندۍ سره خرابېږي٬ هند بشپړه هڅې كړې چې په معامله په سلامتي كونسل كښې بحث اونه شي خو پنځوس كاله پس مونږ دا مسئله سلامتي كونسل ته وړې ده او د موجوده حكومت د هلو ځلو په سوب د كشمير په كشاله دوه ځله په سلامتي كونسل او دوه ځله د امريكې په كانګرېس كښې بحث شوې۔ ده ووئېل د دسمبر په 12مه نيټه ما عمومي سېكتر ته چيټۍ ليكلې او د پاكستان په خواست او چين په مرسته دا مسئله په سلامتي كونسل كښې په دوېم ځل پورته كړې شوې٬ د سلامتي کونسل 15 غړو په بحث كښې برخه اخستې۔ ده ووئيل كه امريكې په سلامتي كونسل كښې خنډ جوړېدل غوښتل نو جوړېدې شو خو امريكې داسې اونه كړل۔ خارجه وزير ووئيل د كشمير پحقله پاكستان د نړيوالو مبصرينو بشپړه مرسته كوي او د هند لخوا په هغوي بندېز (قدغن) لګېدلې او په دې وروستيو ئې يو څو غېر ملكي سفيرانو د مقبوضه كشمير خاص ځايونو ته د بوتللو ډرامه كړې۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د كله نه چې په هند كښې په هندوتوا پاليسۍ عمل كوٶنكې حكومت راغلې نو دي مسئلې راولاړې كړې او ټوله منطقه هند خطرو سره مخ كړې ۔ ده ووئيل هند خپله اعتراف كوي چې دا مسئله 1948 څخه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجنډا ده۔ خارجه وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان تېر ورځ په ډېووس ټرمپ سره ملاقات كښې د كشمير كشاله بيا پورته كړې ٬ وزيراعظم د ټولو نه وړاندې د كشمير مسئله باندې خبره كړې او واضح كړې ئې ده چې كله دوه نيوكليئر طاقتونه يو بل ته مخامخ وي نو د دې ذمه وارې به په چا وي۔ ده ووئېل وزيراعظم په سپينو ټكو وئيلي دي د دوه اتومي طاقتونو ترمېنځه د جنګ زيان به ټولې نړۍ ته رسيږي ٬ شاہ محمود قرېشي ووئيل د پاكستان پاليسي هم دا ده چې مونږ به د كشميريانو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتو تر څو چې د كشمير مسئله د كشميريانو د هيلو له مخې حل شوې نه وي ۔ خارجه وزير د كشمير مسئله په قامي او نړيواله كچه په موثره ډول د رامخې ته كولو په غرض د بشپړه كمپائن چلولو اعلان كولو سره ووئيل د 25مې جنورۍ نه مونږ د بشپړه كمپائن چلولو