د بشري حقونو وفاقی وزیرې ډاكټر شیریں مزاری حمایت مظلومین فلسطین كنفرنس ته خطاب

image

اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) د بشري حقونو وفاقی وزیرې ډاكټر شیریں مزاری وئيلي دي وخت راغلے چې مونږ يو شوو او د فلسطین لپاره غږ پورته كړو، د پاكستان او اردن نه علاوه كوم هم اسلامي هيواد د فلسطین لپاره غږ نه دې پورته كړے، مونږ له به د مظلومو فلسطینیانو لپاره په هر پلیټ فارم خپل كردار ترسره كول وي۔ د دې خیالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ حمایت مظلومین فلسطین كنفرنس ته وډیو خطاب كښې وكړه۔ ډاكټر شیریں مزاری ووئيل اسلامي نړۍ د روژې آخري جمعه د القدس په توګه لمانځي او سږ كال د القدس ورځ په موقع د فلسطینانو حقونو لپاره به غږ پورته كولې شي۔دې ووئيل مظلومه فلسطینیان د څو لسيزو راهسې ظلم سره مخ دي ٬ مونږ له به د هغوي لپاره په هر پلیټ فارم خپل كردار ترسره كول وي۔ شیریں مزاری ووئيل ټرمپ د فلسطین سباؤن په يو ځل د ختمولو پلان جوړ كړے ٬ د ټرمپ پلان له مخې اسرائیل به په ټول فلسطین حكومت كوي۔دې ووئيل ساوتھ افریقه كښې د تورو سره چې څه شوي اوس هغه د فلسطینیانو سره كيږي،زمونږ اسلامي لیډر شپ له د فلسطین او كشمیر لپاره غږ پورته كولو ته اړتيا ده۔دې ووئيل نړيوال عدالت هم په فلسطین قبضه غیر قانونی ګرځولې ۔ دې ووئيل د پاكستان او اردن نه علاوه كوم هم اسلامي هيواد فلسطین لپاره غږ نه دې پورته كړے

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں