اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د مېجر جنرل آصف محمود ګوريا په مشرۍ كښې په نېشنل كمانډ اېنډ اپرېشن سنټر (اېن سي او سي) كښې غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د اېن سي او سي پلېټ فارم څخه د څلورو واړو صوبو پشمول د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان ته د سنټرلائزډ ريسورس مينجمنټ سسټم (آر اېم اېس) په اړه بريفنګ وركړے شو٬ د آر اېم اېس اجراء به (نن) د خالي په ورځ كېږي۔ په دې موقع مېجر جنرل ګوريا ووئيل د روغتونونو د ډېټا حقيقت ته پام لرنه كولو ته اړتيا ده ځكه چې صوبو كښې د دې ډېټا پحقله مختلف مسئلې شته۔ ده ووئيل د كرونا وائرس د رنځورانو شمېره او د رابطې درك لګولو په شمېرو كښې تضاد تر نظره كېږي۔ ده ووئيل د سټېك هولډرز د لارې د كميونټي موبلائزېشن به په ټولنه مثبت اثرات مرتب شي