اسلام آباد ۔ 13 اپرېل (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني به مشرۍ كښې د ګل په ورځ مهمه غونډه شوې كومه كښې چې د سېنېټ كمېټيو غونډې د وېډيو كنفرنسنګ د لارې په كولو غور شوې۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د سېنېټ سېكرټرېټ آئي ټي څانګې ته ټاسك وركړے ۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د وېډيو كنفرنسنګ د لارې به د كورونا وائرس مخنيوي له جوړه كړې پارلماني كمېټي به په فعاله توګه كار وكړې شي۔ ده ووئيل آئي ټي څانګه دې دوو ورځو كښې راپور راكړي۔ غونډه كښې د سېنېټ سېكټرې ډاكټر اختر نظير او نورو چارواكو ګډون كولو