اسلام آباد ۔ 12جون (اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري وئيلي دي زمونږ بچي د قام اثاثه ده۔ د دوي سباؤن محفوظ جوړول د رياست او زمونږ ذمه واري ده۔ د چائلډ لېبر په حقله به مونږ له خپل ذهنيت بدلول او د كوچنيانو زده كړو او تربيې په شمول روغتيا ته خاص پام ګرځول وي۔ د چائلډ لېبر په ضد د نړيوالې ورځې په مهال خپل وېډيو پېغام كښې ډاكټر شريں مزاري ووئيل د جون 12 مه نېټه د مزدورانو په ضد د نړيوالې ورځې په توګه لمانځلې شي او په دې حقله زمونږ آئين په ښكاره توګه وئيلي چې د رياست فرض دي چې تر 16 كاله عمر كوچنيانو ته تعليم وركړي او د دوي د صحت خيال وساتي۔ دغسې د 14 كالو عمر د كوچني نه كوم خطرناك كار وانخستلې شي۔