اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) په پي اېس ډي پي كښې اسلام آباد او پېنډې ته د تربېلا بند څخه اوبه راوستلو لپاره 400 مليونه روپې فنډ بېل كړے شوے. د كورنيو چارو وزارت ذريعو له مخې وفاقي حكومت د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې دې پروژې لپاره 400 مليونه روپې بېلې كړې دي. په پروژه به مجموعي لګښت 1248.110 مليونه روپې راځي. د تېر مالي كال په بجټ كښې د دې پروژې فزېبلټي راپور ﴿پي سي ون﴾ لپاره دوه اربه روپې بېلې كړې شوې وې. د غبرګو ښارونو اسلام آباد او پېنډې اولس د حكومت د دې پرېكړې ستائنه كړې ده او وئيلي ئې دي چې دې پروژې سره به د دې ځائ د اولس پخوانې غوښتنه پوره شي