اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي مونږ د پاكستان وړومبے ټېكس فري بجټ وړاندے كړے، د پاكستان په سياست كښې عمران خان د انصاف او د كرپشن د خاتمې خبره كړې، دا سوال موجود دے چې د هېواد قرض 30 زره ارب ته څنګه رسېدلے، د پي آئي اے، سټيل مل پشان ګټورې ادارې څنګه تباه شوې، په مونږ كښې چې څوك هم په چوكۍ دې، هغه به د دې ځواب وركوي،پاكستان له د متفقه آئين وركولو كرېډټ ذوالفقار علي بهټو او د موټر وېز جورلو د نواز شريف په برخه دے . د زيارت په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د راتلونكي كال په بجټ بحث كښې ده ووئيل مونږ څه كوتاهۍ هم كړي خو مونږ ډېر كار هم كړے. زمونږ مشرانو چې د كوم رياست بنياد ايښے ؤ، هغه د نظرئې په بنياد جوړ شوے ؤ۔ده ووئېل قائداعظم فرمائيلي وو 1400 كاله وړاندې زمونږ د طرز حكومت پرېكړې شوې وه ۔د پنجاب حكومت ډېره ښه پرېكړه كړې. اوس به د بي اے، بي اېس سي سند هغه څوك ترلاسه كوي څوك چې ترجمې سره د قرآن پاك زده كړې وكړي۔ده ووئېل د وفاق او نورو صوبو نه غوښتنه لرم چې دوي هم دا شق د تعليم په نظام كښې شامل كړي.