د كورونا وائرس خپرېدل نظر كښې نيولو سره د اسلام آباد سب سېكټرز جي سكس ون ، جی سکس ټو، جی ټېن فور او د جی سېون ټو سیل كولو پرېكړه

image

اسلام آباد ۔ 23 جون (اے پی پی) د اسلام آباد ضلعی انتظامیې د كورونا وائرس خپرېدو له امله د وفاقي پلازمينې اسلام آباد 4 سب سېکټرو سيل كولو پرېكړه كړې ده۔ سېکټر جی سکس ون، جی سکس ټو، جی ټېن فور او جی سېون ټو به په 24 جون نن د شورؤ په ورځ ماښام 7 بجې سيل كړې شي۔ په دې اړه د اسلام آباد ډپټي كمشنر حمزه شفقات د ګل په شپه نوټيفكېشن جاري كړو۔ د غوری ڼاون سیل كولو نوټیفیکېشن به نن جاري كولې شي۔ اسلام آباد كښې د زياتېدونكو كېسونو له امله انتظاميې ددې سېكټرز د سيل كولو پرېكړه كړې ده۔ په دې لړ كښې د سېکټر جی سکس ون، جی سکس ټو ، جی ټېن فوراو سېکټر جی سېون ټو اسلام آباد وسېدونكو ته تېره ورځ د 24 ساعتونو وخت وركړې شو دغسې چې هغوي د خپل ضرورت څيزونه ترلاسه كړي۔

مضمون کا ماخذ : گولڈ رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں