اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي وئېلي دي چې د فاشسټ هندو توا ايجنټان د مقبوضه كشمير كلتوري ورثې ته د زيان رسولو هڅې كوي٬هندي د كشمير سركاري ژبه ګرځول د كشميريانو په شناخت نيغ په نيغه بريد دې٬كشميريان دې د كشميري كلتور تحفظ لپاره د كشمير كمېتۍ سره په ګډه كار وكړي۔ده دا خبرې نامتو اداكار شان شاهد سره په ملاقات كښې كړي۔شان شاهد سره د خپلو ملګرو يو پلاوې هم وو كوم چې د كشمير كمېټۍ چيئرمېن سره ملاقات وكړو۔د كشمير كمېټۍ چيئرمېن ووئيل چې د هند ګډاګې حكومت په كشمير د هند غېر قانوني قبضه په ځاې ساتلو لپاره وروستۍ هڅې كوي او د كشميريانو شناخت او كلتور ته زيان رسولو لپاره ناوله چالونه كوي۔ده ووئيل چې د فاشسټ هندو توا ايجنټان د مقبوضه كشمير كلتوري ورثې ته د زيان رسولو هڅې كوي٬هندي د كشمير سركاري ژبه ګرځول د كشميريانو په شناخت نيغ په نيغه بريد دې٬كشميريان دې د كشميري كلتور تحفظ لپاره د كشمير كمېتۍ سره په ګډه كار وكړي۔