اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان قام ته د 74مې آزادۍ ورځ مباركي وركولو سره وئيلي دي چې پاکستان به اسلامي فلاحي رياست جوړولے شي، د معيشت صورتحال ښه كېدل پېل شوې دي او د كرونا كېسونه هم كم شوې دي، سټاك مارکيټ ريکارډ كچې ته رسېدلې دې٬ تعميرات او دې سره تړون لرونكو صنعتونو ته مو تاريخي پېكج وركړو چې ورسره د روزګار موقعې پېدا شوې او د ټېكس وصولي هم ښه شوې، ان شاء الله حالات به نور ښه شي، پاور كمپنو سره د اږدو خبرو اترو نه پس لوظنامه شوې ده، اوس به صنعتونو او اولس ته ارزانه برېښنا ترلاسه شي٬ ټول پاكستان كشميريانو سره ولاړ دے٬ د ھغوي حق له لاس په دعا هم دي او هلې ځلې به هم كوٶ۔ د جمعې په ورځ وزيراعظم په پاكستان ټېلي ويژن د قام په نامه خپل پېغام كښې ووئيل پاکستان د قائد اعظم محمد علي جناح او علامه محمد اقبال عظيم خوبونو تعبير دے ھغوي پاكستان اسلامي فلاحي رياست جوړول غوښتل چې پكښې د قانون سرلوړي وي٬ ټولو وګړو ته يو برابر حقونه ترلاسه وي او رياست د ھغوي د حقونو ضمانت وركړي ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ھغه سفر پلو روان يو او د هلو ځلو د لارې منزل ته رسېدو سره به ساه اخلو۔ وزير اعظم ووئيل زه نن قام ته د كرونا وېرس په ګډه په مقابله وركولو هم مباركي وركوم٬ پاکستان چې د كرونا وېرس په ضد كومې هلې ځلې كړې دي شايد بل قام كښې ئې مثال ترلاسه نه شي ٬ مونږ سره اندېښنه وه چې د كرونا په سوب به يو خوا خلق د رنځ څخه مري او بلخوا د معيشت تباه كېدو په سوب به د لوږې نه مري٬ خو د لويے څښتن مننه او كرم دے چې د كرونا كېسونو كښې هم كمې راغلې دې او معيشت هم د بهترۍ په پلو روان شوې دې۔ ده ووئيل انسان هڅه كوي او لويے څښتن كاميابي وربخښي۔ وزيراعظم په اولس زور رواړو چې د احتياط لمنه د لاسه مه وركوۍ او ماسك كاروۍ ځكه چې دې وباء بچ كېدو لپاره دا هر څه ضروري دي۔ وزيراعظم ووئيل زه قام ته د معيشت په ښه كېدو هم مباركي وركوم۔ ده ووئيل دوه كاله ډېر په سخته ووتل٬ كله چې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو زيات مشكلات وو مونږ له د قرضونو قسطونه وركول وو٬ مونږ فارن اېكسچېنج نه لرلو او مونګ ډيفالټ كولو٬ كه چرې مونږ َخدائے دې نه كړي ډيفالټ كړې وې نو د دې به زيات خراب اثرات رامخئ ته شوې وو ځكه چې ډيفالټ كېدو سره د ډالر په مقابله كښې او د روپۍ قدر ټيټېږي چې ورسره څيزونه ګران شي ٬ د الله شکر دے چې مونږ د ډيفالټ څخه محفوظ پاتې كېدو سره د زياتې ګرانۍ څخه بچ شو۔ وزيراعظم ووئيل اګرچه اولس لپاره اوس هم وضعه سخته ده خو صورتحال اوس په ښه كېدو دې٬ سټاك مارکيټ ريکارډ كچې ته رسېدلې٬ د خلقو باور زياتېدل پېل شوے دے۔ زمونږ حكومت تعميراتي څانګې ته ھغه مراعاتو وركړې دي كوم چې د دې نه وړاندې هېچا نه دي وركړي٬ د 40 نه زيات صنعتونه د تعميراتو څانګې سره تړون لري٬ د تعميراتو څانګې ته مراعات وركولو سره د دې صنعتونو هم وده كېږي او روزګار ترلاسه كېدل پېل شوې دي او د دولت پېداوار زياتېدو سره به وصولي هم بهتر شي چې ورسره به په بې وسه طبقو خرڅ كولو لپاره حكومت ته رقم ترلاسه شي او مونږ به قرضونه هم ادا كړې شؤ۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ په حكومت اقتدار ترلاسه كولو نه پس د پخوانو حكومتونو لخوا د اخستې شوې قرضو زيات بوج پرېوتې ٶ٬ مونږ څلور زره اربه روپۍ ټېكس راجمع كړو چې پكښې دوه زره اربه روپۍ په قرضو وركولو ولګېدې٬ بلخوا په مونږ د پاور سېكټر زيات بوجه وو ځكه چې پخوانو حكومتونو د برېښنا كمپنو سره داسې لوظنامې كړې وې چې په سوب ئې زياته ګرانه برېښنا ترلاسه كېده او زمونږ صنعتونو د منطقې د نورو هېوادونو د صنعتونو مقابله د ګرانې برېښنا په سوب نه شوه كولې، په دې وجه زمونږ معيشت وده نه شوه كولې٬ بلخوا اولس ته هم ګرانه برېښنا ترلاسه كېده۔ وزيراعظم ووئيل اوس آمدن زياتېدل پېل شوې٬ په جولائي كښې د هدف نه زيات ټېكس ترلاسه شوې دې٬ دې سره به د روزګار موقعې هم زياتې شي او دا هم لويه خوشخبري ده چې د كرونا باوجود زمونږ برآمدات زياتېدل پېل شوې دي او د ټولې نړۍ برآمدات ځپلې شوې دي۔ دپ ووئيل د سټاك مارکيټ كچه زياتېدل ٬ د سيمنټ په خرڅېدو كښې اضافه او د ټېكس وصولي ښه كېدل خوشبينه ده٬ ان شاء الله حالات به نور ښه شي۔ وزيراعظم ووئيل د پخوانو واكمنو د پاليسو او لوظنامو په سوب د ګرانې برېښنا په سوب ګرځينده قرضه زياتېده ځكه چې په كومه بيعه مونږ برېښنا اخستله د دې نه په كمه بيعه مصرف كوٶنكو ته وركولې كېده٬ په دې طريقه يو كاروبار نشي چلېدې٬ زمونږ حكومت پاور كمپنو سره خبرې اترې او اوږدو ملاقاتونو كولو نه پس يوې مهمې لوظنامې ته رسېدلې دے د كومو د تفصيلاتو څخه چې به اړوند چارواكي ډېر زر اولس خبر كړي۔ وزيراعظم ووئيل د برېښنا پېداواري لګښت كمېدو په سوب به صنعتونو او اولس ته ګټه ورسي٬ او د دې نه علاوه لائن لاسز او د غلا مخنيوي لپاره حكومت اصلاحاتي پېكج راوړاندې كوي چې ورسره به غلا هم كمه شي او د برېښنا بيعه به هم ټيټه شي٬ چې ورسره به صنعتونه وده وكړي او د روزګار موقعې به زياتې شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زه نن په مقبوضه كشمير كښې مېشته خپلو روڼو خوېندو او كوچنيانو ته د پاكستان لخوا دا پېغام وركول غواړم چې ټول پاكستان تاسو سره ولاړ دې٬ مونږ د دې خبرې احساس لرو چې ھغوي څنګه د هند ظلم او جبر په سوب ستونزو سره مخ دي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان به د کشميريانو هر ډول ممكن سفارتي٬ سياسي او اخلاقي ملاتړ او هلې ځلې جاري ساتي۔ وزيراعظم دعا وكړه چې لويے څښتن دې كشميريانو له آزادي وركړي او 70 كاله اګاهو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل چې د خپل سباٶن د پرېكړې كولو دوي ته حق وركولو لپاره دوي سره لوظ كړې ٶ ھغه حق دوي ته ترلاسه شي٬ مونږ دوي لپاره لاس په دعا هم يو او هلې ځلې به هم كوٶ