چك فېني لوي سړے دے. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي

image

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې چك فېني لوي سړے دے. د اتوار په ورځ په ټويټر د وزيراعظم عمران خان لخوا د امريكائي 89 كلن ارب پتي شخصيت چك فېني ، چا چې خپل ټول دولت عطيه كړے، د ټويټ په اړه په خپل غبرګون كښې صدر مملكت ووئيل چې چك فېني لوي سړے دے. ده ووئيل چې زما والد مرحوم ډاكټر حبيب الرحمان الٰهي علوي به وئيل چې زه چې څه خېرات كړم دا هغه څه دې چې زه ئې ځان سره آخرت ته وړم، نورو ته وركړه، په دواړو جهانونو كښې پاتې كېږي. صدر ووئيل چې د هغه قول او فعل يو شان و. الله تعالٰي دې والد صاحب ته په جنت كښې اعلٰي مقام وركړي.

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں