د وزیراعظم ډیلیوری یونټ د اولسي مسئلو او ګيلو لرې كولو په لړ كښې په ښه کارکردګی د ټاپ 10 وزارتونو رینکنګ جاری کړو

image

اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم ډیلیوری یونټ د اولسي مسئلو او ګيلو لرې كولو په لړ كښې د ښې كاركردګۍ ښودونكو 10 وزارتونو رینکنګ جاری کړے ، د ماحولیات وزارت 57 فیصده اولسي اطمینان ترلاسه كولو سره په وړومبي لمبر، کامرس وزارت 53 فیصده کارکردګۍ سره په دويم لمبر او د پارلماني چارو وزارت د ښې کارکردګۍ سره په دريم لمبر دے۔ د ګل په ورځ جاری کړو معلومات له مخې د وزیراعظم ډیلیوری یونټ د ښې كاركردګۍ ښودونكو 10 وزارتونو رینکنګ جاري کړے چې له مخې ئې د ماحوليات وزارت 57 فیصد ه اولسي اطمینان ترلاسه كولو سره په وړومبي لمبر دے۔دغسې د ماحولیات په اړه حکومتی هڅو ته په اولسي كچه ډاډګيرنه ترلاسه شوې ا و د کامرس وزارت 53 فیصده کارکردګۍ سره په دويم لمبر او د پارلماني چارو وزارت په دريم لمبر دے۔ د پارلماني چارو لپاره د وزیر اعظم صلاحكار ډاکټر بابر اعوان په دريم ځل وزارت سنبھالولو سره چارې لا ښې كړي۔ د وفاقی وزیر اسد عمر د منصوبه بندۍ وزارت 51 فیصده ووټس سره په څلورم لمبر دے او د اطلاعات وزارت 50 فیصده ووټونو سره په 5م لمبر دے دغسې د نشه ائ توكو مخنيوي وزارت 50 فیصده ووټ سره په 6م لمبر او خارجه وزارت 49 فیصده کارکردګۍ سره په 7م لمبر دے۔ جاری کړو معلوماتو له مخې د بین الصوبائی رابطه وزارت 49 فیصده کارکردګۍ سره په 8م لمبر او سمندر پورې پاكستانيانو وزارت 10م لمبر څخه 9م لمبر ته راغلے۔ دغسې د نجكارۍ وزارت 46 فیصده کارکردګۍ سره په لسم لمبر دے

مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں