د سپارکو په تجارتي توګه كاميابه اداره جوړولو لپاره هر ډول مرسته به كولې شي۔ د ډاكټر عبدالحفيظ شېخ پلاوي سره خبرې

image

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) قامي خزانې لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ هېواد كښې د خلاء او خلائي سائنسز نوې ټېكنالوجي معرفي كولو كښې د قامي خلائي ادارې سپاروكو د خدماتو ستائنه كولو سره وئيلي دي سپارکو به په تجارتي توګه كاميابه اداره جوړولو لپاره به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔۔ ده دا خبرې د سپاركو چيئرمېن مېجرجنرال نديم اظهر، ډي جي ستراتېژك پلان ډويژن مېجر جنرال عابد ممتاز او د سپارکو په نورو غړو مشتمل پلاوي سره ملاقات كښې كړې ۔ په دې موقع پلاوي ډاكټر عبدالحفيظ شېخ ته د سپاركو په طريقه كار نزدې سباٶن كښې د پورته كېدونكو ګامونو او منصوبو په اړه تفصيلي پرېزنټېشن وركړو۔ دغسې عبدالحفيظ شېخ پاكستان كښې د سېټلائټ سروسز د طريقه كار نه هم خبر كړے شو۔ په دې موقع ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په هېواد كښې د خلا او د خلائي سائنسز د نوې ټېكنالوجيز په معرفي كولو د سپاركو د خدمات ستائنه وكړه۔ ده باور وركړو چې د سپارکو په تجارتي توګه كاميابه اداره جوړولو لپاره به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں