اسلام آباد 07 ستمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ، اصلاحاتو او خصوصی اقداماتو وفاقی وزیر اسد عمر وئيلي دي چې وفاقی حکومت د کراچۍ پرمختګ لپاره صوبائی حکومت سره په ګډه په كار كولو غور كوي، اصل مقصد سیاسی پوائنټ سکورنګ نه بلکې د کراچۍ وګړو له آسانۍ وركول دي۔ د ګل په ورځ خپل وضاحتی بیان كښې ده ووئيل د کراچۍ په اړه پیدا شوې غلط فهمۍ به لري كول وي۔ ده ووئيل وفاقی حکومت د وزیراعظم اعلان کړې شوې د کراچی بدلون منصوبې ترمخه د دې منصوبو لوظ كړې، کراچی ګریټر واټر سپلائی منصوبې لپاره 46 اربه روپۍ کراچی سرکلر ریلوے (کے سی آر) منصوبې لپاره 300 اربه روپۍ ،ګرین لائن بی آر ټی منصوبې لپاره 5 اربه روپۍ ، ریلوے فریټ کوریډور منصوبې لپاره 131 اربه رژپۍ او دو دربابونو/نالو بحالۍ په شان منصوبو لپاره 254 اربه روپۍ شامل دي۔ ده ووئيل په دې منصوبو په مجموعي توګه د لګښت اندازه 736 اربه روپۍ ده ،حکومت سپریم کورټ آف پاکستان ته خواست كوي چې بحریه ټاؤن رزیلینټ فنډ يوې برخې ( 125 اربه ) د استعمال اجازت وركړي او وفاقی حکومت به د پاتې 611 اربه روپو انتظام وكړي۔ اسد عمر ووئيل کراچۍ ټرانسفارمېشن پلان له حتمی شکل وركولو لپاره د غونډو په مهال صوبائی حکومت کے سی آر منصوبې ذمه وارۍ اخستلو خواهش څركند كړې دې۔ ده ووئيل په آئینی توګه ریلوے د وفاق ذمه داری ده او سپریم کورټ آف پاکستان هم وفاقی حکومت ته په منصوبو د عملدرآمد سپارښتنه كړې ده۔ اسد عمر ووئيل وفاقی حکومت ذمه واری ده چې دا منصوبه پيل كړي،کے سی آر منصوبه د لګښت اندازه 300 اربه روپۍ ده۔