اسلام آباد 15 اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د زيارت په ورځ د اسلام آباد په پشاور موړ كښې د جوړی كړی پناه ګاه دوره كړې ۔د وزيراعظم خاص مرستياله ثانيه نشتر٬سېنېټر فيصل جاوېد او د پاكستان بېت المال اېم ډي عون عباس هم د ده سره ملګري وو۔وزيراعظم د پناه ګاه د بېلو برخو څارنه وكړه او د پناه ګاه د انتظامات او آسانيو ئې جاج واخست۔په دې موقع ډاكټر ثانيه نشتر او عون عباس وزيراعظم ته د پناه ګاه انتظامات او په دې كښې د مېشته كسانو لپاره د وركړې كېدونكو آسانيو په اړه هم بريفنګ وركړو۔وزيراعظم د پناه ګاه انتظامات وستائېل او وې وئېل پناه ګاه كښې د مېشته كسانو عزت نفس او احترام باوري كړئ او دوي ته معياري آسانۍ وركړئ۔ده ووئيل ټولو پناه ګاهو كښې د مستحقينو ضرورياتو ته خاص پام لرنه وګرئ۔وزيراعظم په دې موقع په پناه ګاه كښې مېشته كسانو سره خبرې هم وكړی او په پناه ګاه كښې ترلاسه آسانيو په اړه ئې هغوي نه تپوسونه وكړل ۔د دې نه وروستو وزيراعظم په پناه ګاه كښې مېشته كسانو سره د لنګر څخه ډوډۍ هم وخوړه