پېنډۍ ۔23 ستمبر (اے پی پی) د هندي پوځ د لائن آف كنټرول په دېوا سېكټر د ناترڅه ډزو په ترڅ كښې د پاك پوځ 2 ځوانان شهيدان شوي۔ د پاك پوځ د بشپړه ځوابي كارروائۍ په نتيجه كښې هندي پوځ ته سخت ځاني او مالي زيان رسېدلے۔ د آئي اېس پي آر له مخې پاك پوځ ځوابي كارروائي كولو سره هغه هندي پوستې په نښه كړې د كومو لخوا چې ناترڅه ډزې شوي۔ د هندي ځواكو ناترڅه ډزو په نتيجه كښې د پاك پوځ 29 كلن عسكر نور الحسن او 25 كلن وسيم علي شهيد شوے۔ كال2020 كښې د هندي پوځ لخوا تر دې دمه 2333 وارې د جنګ بندۍ لوظنامې خلاف ورزۍ شوي