اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز وئيلي دي دوه مخيز معيار او منافقت به نه چلېږي٬ مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټي فېملي لمېټډ کمپنۍ دي٬ د دوي د موسمي نظرياتي پن نه ټول قام خبر دے، د دوي مفاد ګرانۍ كښې كمې او د قام خېر خوائي نه ده بلكې خپل كرپشن پټول دي، معيشت او ادارې ويجاړونكي، هېواد لوټ كوٶنكي، په پارلمان كښې دروغ (ناسمه وېنا كوٶنكي) يوونكي اوس د جمهوريت چېمپئن جوړ شوي٬ په ماضي كښې يو بل ته غله يوونكو ته دې د پنجاب حكومت رومال هم وركړي چې ھغوي پرې خپل مخونه پټ كړي، د ګوجرانواله سټېډيم ډكولو لپاره ھغوي په نيم سټېډيم كښې سټېج جوړ كړے، پخپل دور كښې دوي د ووټ عزت نه د نوټ د عزت خيال ساتلے ٬ مونږ هېواد د غلو د منګولو نه تروړلے ٬ نن په هېواد كښې ګراني هم د دوي د پاليسو نتيجه ده، د مولانا فضل الرحمن زوي كامياب شوے دا ټهيك ده خو چې خپله ناكامۍ سره مخ دے نو الېكشن ناسم دے، عدالتونه چې د دوي په حق كښې پرېكړه وكړي نو سم ګني غلط ئې ګڼي٬ دوي به ناكامه كېږي او هېڅكله به بېرته رانشي، د دوي سياست پائې ته رسېدلے ٬ هېواد كښې ګراني ده خو ښه وخت راروان دے٬ په راتلونكو دوه څلور اوونيو كښې به صورتحال كښې بهتري راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ سېنېټ كښې د پاليسي بيان كښې كړې۔ سېنېټر شبلي فراز ووئېل پرون زمونږ د مېړني پوځ اهلكار شهيدان شوي٬ ھغوي ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ د 19 كالو څخه مو د غېر روايتي جنګ په كاميابۍ سره مخنيوي كړے او دا سفر اوس هم جاري دے۔ ده ووئيل دا مهال هائبرډ وار جاري دے او د دې بنيادي مقصد بې يقيقي او مايوسي خپرول دي كومه چې زمونږ د هېواد په ګټه نه ده او دا جنګ د پولو محتاجه نه دے ۔ده ووئېل دې لپاره د دې جنګ به مونږ له د قام په حېث په ګډه مقابله كول وي۔ وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل د سېنېټ په غونډه كښې د مخالفې ډلې د غړو په تقريرونو كښې دا تاثر وركړے شوے چې لكه چې په هېواد كښې دوي كله حكومت نه دے كړے حالانكه دوي په تېرو څلوېښتو پنځوستو كالو كښې په دې هېواد حكومت كړے ۔ده ووئېل دا ھغه ګوندونه دي چا چې په هېواد كښې د جمهوريت تشريح د خپلو مفادو له مخې كړې ، دوي ته په دريو كښې دوه برخې اكثريت هم ترلاسه شوے ؤ خو ھغه وخت دوي خپلې ګټې لپاره تراميم كول او د ادارو قوي كولو په ځائ ئې د 15م بدلون د لارې د خپل ځان امير المومنين جوړولو پلان لرلو۔ ده ووئيل د دوي سوچ هډو جمهوري نه دے ٬ د دوي سوچ آمرانه دے ٬ دوي د دوه كورنيو د پبلك لمېټډ كمپنو نمائندګي كوي خو چې كله د دوي پارټنرشپ عمران خان د خپلو 22 كلنو هلو ځلو د لارې مات كړو نو دوي د خپل هېواد د مفاد٬ د جمهوريت او ووټ ته د عزت وركولو خيال هم ولرلو ٬ خو پخپل دور كښې دوي ووټ ته عزت نه بلكې د نوټ عزت خيال ساتلے۔ وفاقي وزير ووئيل دوي په منظمه ډول ادارې ويجاړې كړې او خپل خپل خلق ئې هلته كېښنولي دغسې چې ھغوي د دوي سهولت كار جوړ شي٬ نن دوي واوېلا كوي چې په معيشت څه وشول٬ دا هم ھغه هېواد دے چې پكښې په بېلا بېلو دورونو كښې ستاسو حكومتونه وو، تاسو هېواد بې وسه كولو٬ ادارې مو ويجاړې كړي خو ستاسو اثاثې زياتېدلې۔ده ووئېل تاسو پارلمان استعمال كړے ٬ دلته مو دروغ وئيلي ٬ نن دغه خلق د جمهوريت چيمپئن او نظرياتي شوي۔ ده ووئيل د دوي د موسمياتي نظرياتي پن نه قام خبر دے٬ د پي ډي اېم د بېنر لاندې چې نن دوي راغونډ شوي د دوي مقصد د قام خېرخواهي او په ګرانۍ كښې كمې نه دے٬ د دوي مقصد دا دے چې بيا ھغه دور راولي په كوم كښې چې دوي هېواد ځپلے ؤ ٬ ادارې او معيشت ئې ړنګ كړے ٶ او نن خپل كرپشن پټولو له نن راغونډ شوي۔ ده ووئيل د پنجاب حكومت د دوي سهولت لپاره سينيټائزر او ماسك هم وركړي٬ زه د پنجاب حكومت ته دا خواست كوم چې دوي ته رومال وركړې دغسې چې دوي خپل مخونه هم پټ كړې ځكه چې په ماضي كښې به دوي يو بل ته غله ووئېل۔ ده ووئيل ما دوي ته د سټېډيم ډكولو چېلنج وركړے ٶ او ورته مې وئيلي وٶ چې دا به تاسو ونه كړے شې خو دوي په مينځ سټېډيم كښې سټېج لګولو سره خپله ماتې تسليم كړې۔ اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل نن د يو ايماندار وزيراعظم په ضد ټول كرپټ سياستدانان راغونډې شوي خو دوي د عمران خان ثابت قدمي متزلزل كولې نه شي ځكه چې مونږ په كوم مشن يو ھغه هېواد د غلو د منګولو نه خلاصول دي٬ چا چې د دې هېواد معيشت ، ادارې او اخلاق ويجاړ كړي او ځكه دغه خلق اوس چا ته د مخ ښودلو جوګه هم نه دي پاتې۔ده ووئېل دوي په هېواد كښې د ګراني راتللو ګيله كوي خو دا د دوي د پاليسو نتيجه ده، 40، 50 كالو كښې تاسو ادارې تباه كړي او دا هيله لرئ چې مونږ به په دوو كالو كښې دا هر څه سم كړو خو بيا هم ادارې پخپلو پښو اودروٶ، دې كښې هېڅ شك نشته چې په هېواد كښې ګراني ده خو په راتلونكو دوه څلورو اوونيو كښې به صورتحال بهتر شي۔ ده ووئيل مخالفې ډلې په اېف اے ټي اېف په اړه په حكومت فشار اچولے ٬ د نېب قانون لپاره ئې 34م بدلون راوړاندې كړي د كومې له مخې چې د كرپشن تشريح پخپل لحاظ كول غوښتله،۔ ده ووئيل د پاکستان اولس له باور وركوم چې ښه وخت راتلونكے دے٬ دا فېملي لمېټډ كمپنۍ چې راجمع شوي دوي يوازې د دوه كورنيو لپاره هلې ځلې كوي، د سعد رفيق غوندې خلقو لپاره دوي نه كوي۔ وفاقي وزير ووئېل دا شاهي كورنۍ ګڼي چې اقتدار د دوي حق دے او كه دوي په ټاكنو كښې ماتې وخوري نو واوېلا كوي چې الېكشن سم نه دے شوے٬ د ټاكنو كمېسون نه دې دوي شمېرې ترلاسه كړي او دوي څومره پېټيشنز دائر كړي او پي ټي آئي څومره كړي٬ مونږ 16 چوكۍ د 50 نه تر 2500 ووټونو په فرق بېللي۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمن خو د صدر په الېكشن كښې برخه اخستې٬ زوې ئې جې الېكشن ګټي نو ټيك ده او خپله چې ماتي سره مخ دے نو ټيك نه ده، دا دوه مخيز معيار دے۔ده ووئېل چې كله چارې د دوي د مرضۍ له مخې وي نو هر څه ټيك او كه د مرضۍ خلاف وي نو سم نه دي، پرېكړې جې د دوي په حق كښې وي نو عدالتونه درست ٬ پرېكړې كه د دوي په خلاف وي نو نا سمه وي۔