نړيوالې ورورولۍ له به د صورتحال نوټس اخستل وي۔ د مخدوم شاه محمود قرېشي غٶنډې ته وېنا

image

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاکستان به په افغان امن عمل كښې د زړه د خلاصه د روغې جوړې خپل كردار لوبوي،هند منطقه كښې امن او استحكام دخپل هندوتوا پاليسيو د لارې له مېنځه وړل غواړي، نړيوالې ورورولۍ له به د صورتحال نوټس اخستل وي۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ د نړيوال وبائي صورتحال او د سيمه ايزې او هېواد سلامتيا په اړه د لوړې كچې د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار معيديوسف،خارجه سېكتر سهېل محمود، د خارجه وزارت لوړ پوړو او سينيئر چارواكو سره سره اعلي عسکري چارواكو هم ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د كرونا وبا د مضمراتو، منطقه كښې د امن او امان د صورتحال پشمول د خارجه پالسيۍ په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان كښې د كرونا وباء په تندۍ زره زياتېږي، مونږ له به احتياطي تدبيرونه عملي كول وي او د قام په حېث به د وباء لاره نيول وي،

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں