چې معاشي حالات بهتر شي نو د سركاري ملازمينو په تنخاګانو نظرثاني كولې شو. فېض الله

image

اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي فېض الله وئيلي دي چې چې معاشي حالات بهتر شي نو د سركاري ملازمينو په تنخاګانو نظرثاني كولې شو. د اتوار په ورځ په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل چې تنخاګانې كمې كړې شوې نه دي او په ځائ ساتلې شوې دي. ده ووئيل چې په هېواد كښې د پېټروليم مصنوعاتو بېعې په منطقه كښې تر ټولو كمې دي. ده ووئيل چې د كورونا وائرس له امله د ټولې نړۍ پشان په پاكستان كښې هم معاشي ستونزې دي، په دې حالاتو كښې حكومت اولس ته ريليف وركولو لپاره كوم نوے ټېكس نه دې لګولې. په سختو معاشي حالاتو كښې دا يو متوازن بجټ دے

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں