اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د غربت كمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي وزيراعظم د كورونا ريليف فنډ له مخې د ترلاسه شوو درخواستونو به تناسب سره د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام د سندھ برخه د 22.45 فيصد نه 31 فيصده ته رسولې ده ، د سياست نه بالا د حكومت دې اقدام سره سندھ لپاره اوس 60 اربه روپې بېلې كړې شوي چې په نتيجه كښې به ئې په صوبه كښې د 50 لكو نه زياتې مستحق كورنۍ د احساس مرسته ترلاسه كړې شي. په خپل ټويټ كښې ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل تېره ورځ وزيراعظم د سندھ په لاړكانه سيمه كښې د احساس اېمرجنسي كېش سنټر دوره كړې ۔ وزيراعظم د انتظامات جاج واخستو او د مرستې روپو ترلاسه كولو لپاره راغليو خواري كښو سره ئې ملاقات وكړو. په سندھ كښې د احساس اېمرجنسي كاركردګۍ په ستائنه زه او زما ډله د وزيراعظم مننه كوي۔ هغې ووئيل د سپېځليو قواعدو و ضوابطو له مخې په 4 كېټګري كښې د شوې ادائيګۍ تفصيلات اوس د احساس اېمرجنسي كېشن په وېب پورټل وركړې شوي۔ نورو معلوماتو لپاره په دې لنك pass.gov.pk/ecs/uct_all.ht رجوع كېدې شي۔ بل خوا په سوات كښې د احساس سېلانے لنګر پېل شوے چرته چې هره ورځ 1500 كسانو ته دوه وخته ډوډې وركړے كېږي.