د معيشت پايه به روانه شي. د پي ټي آئي سېنېټر محسن عزيز په سېنېټ كښې په بجټ بحث

image

اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف سېنېټر محسن عزيز وئيلي دي د تعميرات څانګې له مراعات وركولو سره به د روزګار موقعې راپېدا شي، په 20 زره آئټمز كسټمز ډيوټي كمولو سره به ځائي صنعت وده وكړي، د روزګار موقعې به زياتې شي، د معيشت پايه به روانه شي. د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د راتلونكي مالي كال په بجټ بحث كښې محسن عزيز ووئيل چې په بجټ وړاندې كولو حفيظ شېخ او د هغه ډلې له مباركي وركوم. ده ووئيل په اوسنيو حالاتو كښې داسې متوازن ، غريب او تاجر دوسته بجټ وړاندے كول ممكن نه وو. ده ووئيل چ د قاچاق مخ نيوي لپاره اقدامات كولې شي. ده ووئيل د تعميرات څانګې له مراعات وركولو سره به د روزګار موقعې راپېدا شي، په 20 زره آئټمز كسټمز ډيوټي كمولو سره به ځائي صنعت وده وكړي

مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں