اسلام آباد ۔ 23 جون (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره پاكستان كښې د اټاليې سفير اندريز فراريز د نهې په ورځ ليدلي۔ د ملاقات په مهال سلا وشوه چې په سېنېټ كښې د پاكستان اټاليې ګروپ به لا فعاله كولې شي۔ ده ووئيل چې د اټاليې سرمايه كار دې د ګوادر دوره كولو سره د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ محمد صادق سنجراني ووئيل په اټاليا كښې د كرونا وائرس وباء څخه په ځاني زيان دړدېدلې يو۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔