image

اسلام آباد 29 جون (اے پی پی) نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی ایم اے) او ریكټ اینډ بنكسر كمپنۍ ترمينځه د كورونا وائرس خپريدو مخ نيوي په اړه د پبلك پرائیویټ پارټنر شپ ترمخه لوظنامه شوې ده ۔ د لوظنامې ترمخه كمپنۍ به كراچۍ، لاهور او اسلام آباد كښې د كورونا وائرس ډس انفیكشن سپرے كوي۔د این ډی اېم اے چیئرمین لیفټیننټ جنرل محمد افضل او كمپنۍ چیف ایګزیكټو آفیسر په لوظنامه لاس ليك كړے۔ د لوظنامې ترمخه این ډی اېم اے د ډس انفیكشن سپرے كولو لپاره اولسي ځايونه او ودانۍ په ګوته كړي۔ كمپنی به د این ډی اېم اے ښودلې شوو ځايونو باندې د سپرے كولو ټول بندوبست كوي۔ جې پكشې به روغتونونو او اولسي ځايونو باندې سپرې كولو ته پام لرنه كولې شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں