د وزيراعظم خاص مرستيال محمد شهزاد ارباب د چمن چاودنې غندنه وكړه

image

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د اسټېبلشمنټ خاص مرستيال محمد شهزاد ارباب د چمن د چاودنې سخته غندنه كړې ده په كومه كښې چې پنځه بې ګناه وګړي په حق رسېدلي او ګڼ شمېر ژوبل شوي. د ګل په ورځ د غندنې په بيان كښې ده په دې پېښه كښې په ځاني زيان خواشيني وښودله او دعا ئې وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او ژوبل شوو ته روغ صحت وركړي. ده غم جنو كورنيو سره هم غمرازي وكړه. ده د حكومت كلك عزم هم په ډاګه كړو چې شرخوښي عناصر به كله هم ناوړه مقاصد ترلاسه كولو ته پرې نه ښودلے شي

مضمون کا ماخذ : راکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں