اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی﴾ د وزيراعظم د اداره جاتي اصلاحات صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن وئيلي دي وزيراعظم عمران خان په ټولو ادارو كښې د اصلاحاتو د عزم څرګندونه كړې٬ د 25 كلونو د خرابې په لرې كولو كښې به وخت لګي٬ د وفاقي محكمو شمېره د 440 نه 324 كولې شي٬ د ملازمانو وړاندې ګرېډ ته ترقي به يوازې د كاركردګۍ په بنياد كېږي۔ د زيارت په ورځ وفاقي وزيرانو سره يوځائ په پي آئي ډي كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل له بده مرغه د ګورننس په نظام كښې د مېرټ او سپېځلتيا خيال نه دے ساتلے شوے٬ د اصلاحاتو پېكج مقصد د ټولو څانګو كاركردګي زياتول دي۔ ده ووئيل د وفاقي محكمو شمېره د 440 نه 324 كولې شي۔ په سركاري محكمو كښې د يو كال نه خالي د 71 زرو نه زياتې چوكۍ ختمې كړې شوي۔ ده ووئيل د عام وګړي مسئلې حل كولو او ريليف وركول د وزيراعظم مشن دے۔ ده ووئيل د ادارو كاركردګي زياتولو لپاره اقدامات روان دي