اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي د افغانانو ترمينځه خبرو اترو کامیابیدو سره افغانستان كښې پوخ امن راتللے شي۔ ده دا خبره د وزیراعظم د افغانستان لپاره خاص نمائنده ایمبیسډر محمد صادق سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال د افغان امن عمل پشمول سيمه كښې د امن او استحکام په اړه په تفصیل سره د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ محمد صادق افغان امن عمل په اوسني صورتحال خارجه وزير له بریفنګ وركړو۔ ده په دوحه كښې د افغانانو ترمينځه د خبرو اترو په موجودہ صورتحال هم خارجه وزير خبر كړو۔ خارجه وزير ووئيل افغانستان كښې امن لپاره د افغانانو ترمينځه د خبر اترو کامیابۍ ته اړتيا ده۔ده ووئيل سيمه كښې امن او استحکام د افغان مسئلې حل سره تړلے دے۔ مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل پاکستان به خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو سره سيمه كښې امن او استحکام لپاره هلې ځلې روانې ساتي