د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د هېپاټائټس نه د بچ كېدو نړيوالې ورځې په مناسبت سېمينار ته وېنا

image

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې سره د محدود وسيلو پاكستان د زېړي رنځ پشمول د داسې رنځورو خاتمې لپاره اقدامات كوي٬ د سرنجونو غېر محتاط استعمال د رنځورو سبب وي٬ د رنځورو نه بچ كېدو لپاره د مېډيا كردار نه شي نظر انداز كېدے۔ اولس مشر دا خبرې د د هېپاټائټس څخه د بچ كېدو نړيوالې ورځې په مناسبت سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اولس مشر ووئيل چې په پاكستان كښې ٬ د سرنجونو غېر محتاط استعمال د رنځورو سبب جوړېږي۔ ده ووئيل چې د رنځورو نه بچ كېدو لپاره په اولس كښې د خبرتيا ډېر ضرورت دے۔ اولس مشر ووئيل چې د رنځورو نه بچ كېدو لپاره د مېډيا كردار نه شي نظر انداز كېدے٬ د رنځورو نه بچ كېدو لپاره په شعور بېدارولو كښې مېډيا ډېر مهم كردار ترسره كوي۔ اولس مشر ووئيل چې د اولس خبرتيا د پروګرامونو په خپرولو ټي وي چېنلو ته ايوارډونه هم وركړې شوي دي۔ ده ووئيل چې د روغتيا او تعليم په څانګه كښې د سرمايه كارې د لارې پرمختګ كول ممكن دي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں