د دولت مشتركه د پارلماني تنظيم پنځم نړيوال كنفرنس به ﴿نن﴾ په اسلام آباد كښې پېل شي

image

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د دولت مشتركه د پارلماني تنظيم پنځم نړيوال كنفرنس به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې پېل شي٬ 9 كاله پس كېدونكې دا كنفرنس به د اګست تر دوهمه نېټه روان وي۔ د پاكستان په كوربتوب كښې په دې كنفرنس كښې به د بنګله دېش او سري لنكا پشمول د نورو هېوادونو پلاوي ګډون كوي۔ په كنفرنس كښې به د قومي اسمبلۍ٬ سېنېټ او د څلورو واړو صوبائي اسمبلو څخه هم پلاوي ګډون كوي۔ د كنفرنس مشري به د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كوي۔ په دې كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره د صدر او عمومي سېكتر پشمول مهم مبصرين پاكستان ته راروان دي۔ په كنفرنس كښې به د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپيكر فدا محمد نوشاد٬ د آزاد كشمير اسمبلې سپيكر شاه غلام قادر او غېر ملكي غړي په خاص توګه ګډون كوي۔ د دې كنفرنس كوربتوب كول پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں