پاكستان په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خراب صورتحال د اسلامي مرستې تنظيم د بشري حقونو د كميسون د څرګندې مباحثې هركلې وكړو

image

اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) پاكستان په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خراب صورتحال د اسلامي مرستې تنظيم د بشري حقونو د كميسون لخوا په اول ځل د څرګندې مباحثې كولو هركلې كړے. د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا څرګنده مباحثه د پاكستان د يو ډول دريځ عكاسي ده. دا مباحثه د او آئي سي د غونډې په مهال په جده كښې شوې كومه چې د نومبر د 25مې نېټې نه تر 28مه نېټه شوې. په غونډه كښې د كميسون ټولو غړو ، د او آئي سي او مبصر هېوادونو استازو په لويه شمېره ګډون وكړو. په غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د څارنې په طريقو غور وكړے شو.

مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena