د بلوچستان وزيراعلٰی او د كورنيو چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې بلوچستان كښې د امن او امان په اړه خاص غونډه

image

كوئټه 27 اګست (اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي او د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې بلوچستان كښې د امن او امان په اړه خاص غونډه د نهې په ورځ وزيراعلٰی سېكرټرېټ كښې وشوه۔په غونډه كښې د بلوچستان چيف سېكرټري شكيل قادر خان ٬داخله دوهم چيف سېكرټري شهاب الدين ٬پوليس انسپكټر جنرل عبدالخالق شيخ٬د بلوچستان حكومت وياند شاهد رند٬د سي ټي ډي ډي آئي جي اعتزاز حسېن ګورايا٬ د سپيشل برانچ ډي جي٬د ليويز ډي آئي جي او د قانون نافذ كوونكو ادارو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې په صوبه كښې د امان او امان صورتحال جائزه واخستلې شوه او د بلوچستان داخله محكمې لخوا ګډون كوونكو ته د صوبې په بېلو سيمو كښې د ترهه ګرۍ اوسنيو پېښو په اړه بريفنګ وركړو۔د غونډې ګډون كوونكو په بلوچستان كښې د پائيدار امن راوستو لپاره وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمينځه د موثره حكمت عملۍ په اړه اتفاق كولو سره د پوليس او ليويز پيشه وره استعداد كښې اضافه٬پوليس ته جديد آلات او د سامان رسنې او د پوليس افسرانو كمے لرې كولو لپاره نوې اے اېس پيز بلوچستان كښې د اسپيشل كيس په توګه د تعيناتولو پريكړه وكړه ۔په غونډه كښې ترسره شوه چې په بلوچستان كښې سيكورټي صورتحال ښه كولو لپاره د ضروري فنډ منظوري به د ايپكس كمېټۍ څخه اخستلې شي او چمن كښې د پاسپورټ زر او سمدستي اجرا لپاره به عمله او آسانيو كښې اضافه كولې شي۔په غونډه كښې ترسره شوه چې په سوشل مېډيا به د رياست مخالفو هلو ځلو او پروپیګنډې مخ نيوي لپاره اېف آئي اے موثر كاروائي كوي او په دې لړ كښې به په كوئټه كښې د اېف آئي اے ډائرېكټر د صورتحال څارنه كوي۔په غونډه كښې د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي او داخله وفاقي وزير محسن نقوي ووئېل په بلوچستان كښې د امن لپاره ټول ترلاسه وسائل كارولو سره به د اولس ځاني او مالي تحفظ په هر صورت باوري كولې شي او د رياست رټ به په هر صورت په ځاے ساتلے شي٬د پاكستان په ضد هر ډول سازشونه به په شريك اتحاد او اتفاق سره ناكامه كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں