مخالفه ډله سياست كوي او وزيراعظم قام د وباء نه محفوظ ساتلو او د لوږې نه بچ كولو لپاره اقدامات كوي۔ شبلي فراز

image

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور شبلي فراز وئيلي دي چې د خواجه آصف وينا د كرونا وائرس وبا له امله په منطقه او نړيواله كچه د رامخې ته شويو حالاتو نه په بشپړه توګه د لاعلمۍ څرګندونه ده، د ھغه بيان د تضاداتو مجموعه او د حقائقو مسخ كولو هڅه ده، مخالفه ډله دې د سياست كولو لپاره د اولس ژوند سره لوبې نه كوي،سياسي شعبدہ باز د پارلمان فورم استعمالولو سره اولس بې لارې كولې نه شي، د ماضي حكومتونو د خوږ هېواد ادارې تباه كولو سره بې لارې كړې دي۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل عمران خان د هېواد سمت سمولو سره د خوشحالۍ او پرمختګ په لاره اچولې دې، د پاکستان اولس باشعور دي٬ د ملکي مفادو په ځائ خپلو ذاتي مفاداتو ته ترجيج وركوٶنكي اولس نور بې وقوف نه شي جوړولې، د ماضي حكومتونو ذاتي مفاداتو او ګټو لپاره ادارې شلې (مفلوج) كړې دي،د خپل منشور له مخې مونږ په ادارو كښې اصلاحات كولو سره سروس ډليوري ښه كوٶ،د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ټولو چېلنجونو په ښه ډول مخنيوي كوٶ۔ ده ووئيل مخالفه ډله د مثبت تجويزونو په ځائ سياست كوي، وزيراعظم عمران خان قام د كرونا وائرس وباء څخه د محفوظ ساتلو او د لوږې نه بچ كولو لپاره اقدامات كوي

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں