په 24 ساعتونو كښې د كرونا وائرس د ټولو نه زيات 26 زره 573 ټېسټونه شوي دي

image

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) په 24 ساعتونو كښې د كرونا وائرس د ټولو نه زيات 26 زره 573 ټېسټونه شوي دي، آزاد کشمير،ګلګت بلتستان او بلوچستانكښې يو رنځو په وينټيليټر نشته٬ ګرد هېواد كښې د كرونا رنځورانو لپاره 25 زره 730 بېډونه مختص كړې شوي دي چې پكښې د اكسيجن بېډز شمېره 5 زره 333 ده٬ د كرونا رنځورانو لپاره 1400 وېنټيلېټرز مختص كړې شوي دي چې پكښې د زيارت په ورځ د رنځورانو شمېره 368 ده، د تېرو 48 ساعتونو په مهال د اېن ډي اېم اے لخوا كراچۍ ته 25 پورټېبل وېنټيليټرز لېږلې شوې دي٬ 61 فيصده نه زيات وېنټيلېټرز د كرونا رنځورانو لپاره د ګرد هېواد په روغتونو كښې ترلاسه دي او د دې نه علاوه 1548 وېنټيلېټرز اېمرجنسي لپاره موجود دي۔ اېن سي او سي په بشپړه توګه د هر ډول صورتحال مخنيوي لپاره چمتو دے٬ د آئي سي يو شمېره د ضرورت له مخې سېوا كېدې شي٬ د جون ترپائ د زر اكسېجن بېډز منصوبه منظور شوې ده ٬ 250 اضافي وينټيليټرز آزاد کشمير،ګلګت بلتستان٬ اسلام آباد او نور صوبو ته ترلاسه شوي دي۔ په يو ورځ كښې 5,834 نوې كېسونه او د يو سل لس كسانو مرګ راپور شوے، مجموعي شمېره يو لك 19 زره 536 ته ورسېده۔

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں