اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي ډاكټر افضل خان ډهانډله وئيلي دي د كورونا وائرس په ضد د حكومتي اقداماتو په كاميابې كښې د اولس مرسته بنياد عنصر دے، اولس په احتياطي تدابيرو عمل كولو سره د دې وائرس نه بچ پاتې كېدے شي. د پاكستان سركاري خبري اژانس اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل په دې سخت وخت كښې اولس او حكومت يو ځاې مخ په وړاندې روان دي. هم دا وجه ده چې ښې نتيجې راوځي. ده ووئيل حكومت ته د عام وګړي د ستونزو اندازه ده، وزيراعظم ځكه د معاشي پېكج اعلان كړے.