خپل ځان قوي او توان لرونكے محسوسوم. د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ټويټ

image

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي زما د كووېډ-19 ټېسټ مثبت راغلے او خپل ځان مې په كور كښې آئيسولېټ كړے، خپل ځان قوي او توان لرونكے محسوسوم. د جمعې په ورځ په يو ټويټ كښې خارجه وزير ووئيل ده نن ماسپښين لږه شان تبه محسوس كړه او په سمدستي توګه ئې خپل ځان په كور كښې يوازې كړو. ده ووئيل زما د كووېډ-19 ټېسټ مثبت راغلے او د الله په فضل و كرم خپل ځان قوي او توان لرونكے محسوسوم. ده ووئيل هغه به د كور نه خپله وظيفه ترسره كوي او خلقو ته خواست دے چې هغه په خپلو دعاګانو كښې ما ياد وساتي.

مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں