اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي آزادي يو لوي نعمت دے، د دې د قدر پوښتنه دې د هندي غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير اولس څخه وكړې شي كوم چې پرله پسې د قابضو ځواكونو ظلمونو او غېر انساني رويو سره مخ دے، قائداعظم چې د كوم خوب تعبير په حقيقت بدل كړے د هغې رښتينولي نن په پوره ډول څرګنده ده چې مودي سركاري په هند كښې دننه په اقليتونو او په خاص توګه په مسلمانانو څنګه ظلمونه كوي او د كشمير دره د كال 2019م د اګست د 5مې نېټې نه په عملي توګه په زندان بدله كړې شوې، د پاكستان د آزادۍ په 73مه ورځ د قائداعظم محمد علي جناح په ژوند ، د تحريك پاكستان او د قرارداد پاكستان په اړه د ډائرېكټورېټ آف الېكټرانك مېډيا اېنډ پبلي كېشن تر سيوري لاندې د نادرو عكسونو په نندارتون كښې ګډون كول ما لپاره د خوشحالې خبره ده، زه ټول قوم ته د آزادې د ورځې مباركي وايم. ده ووئيل پاكستان جوړول په مونږ زمونږ د مشرانو يو احسان دے او زمونږ فرض دي چې مونږ يو قوي او خوشحال پاكستان خپلو راتلونكو نسلونو ته پرېږدو. ده دا خبرې زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزارت ذيلي ادارې ډائرېكټورېټ آف الېكټرانك مېډيا اېنډ پبلي كېشن تر سيوري لاندې د آزادې ورځې په لړ كښې د نادرو عكسونو د درې ورځني نندارتون پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز په خپله وېنا كښې ووئيل پاكستان جوړول په مونږ زمونږ د مشرانو يو احسان دے او زمونږ فرض دي چې مونږ يو قوي او خوشحال پاكستان خپلو راتلونكو نسلونو ته پرېږدو، مونږ به دا فرض خپلو بچو لپاره ضرور ترسره كوو او هېواد به د كرپشن او بدعنوانې نه پاكوو، خوږ وطن به مثالي اسلامي فلاحي د مدينې رياست جوړولو لپاره مونږ ټولو ته كردار ترسره كول وي۔ده ووئېل اوسنے حكومت د عمران خان په ديانتدار قيادت كښې معاشي او سماجي بدلونونو لپاره په اخلاص سره هڅې كوي، آزادي يو لوي نعمت دے، د دې د قدر پوښتنه دې د هندي مقبوضه جمو كشمير د اولس څخه وكړې شي كوم چې پرله پسې د قابضو ځواكونو ظلمونو او غېر انساني رويو سره مخ دے. وفاقي وزير ووئيل د هر كال پشان سږ كال هم د اطلاعات او خپرونو وزارت د پاكستان په اولس كښې د كال 1947م جذبې احيا لپاره دا نندارتون جوړ كړے كوم چې د عظيم لارښود د اصولو او اعلٰي تصوراتو د پېروې يادګېرنه ده. ده ووئېل دا د قائداعظم محمد علي جناح په فعاله قيادت كښې د نړۍ په نقشه د يو نوي اسلامي رياست جوړولو لپاره د نيمې وچې د مسلمانانو د اوږدو هڅو او لازواله قربانيو يادونه دي . ده ووئيل د دې نندارتون بنيادي مقصد دا هم دے چې د آزادې ورځې او د قرارداد پاكستان په اړه نوي نسل ته دا احساس وركړے شي چې پاكستان ولې مونږ لپاره ضروري ؤ او نن هم سره د ټولو ستونزو دا څومره لوي نعمت دے، بايد چې د دې تحفظ، پرمختګ او خوشحالې لپاره هر يو خپل كردار ترسره كړي. ده ووئيل د اګست 14مه نېټه تل دا ياد راكوي چې د نيمې وچې مسلمانانو سره د بې شمېره ستونزو د قائداعظم محمد علي جناح په مشرې كښې د خپل قومي او مذهبي شناخت په ترلاسه كولو كښې كاميابي ترلاسه كړې وه چې په اوسني وخت كښې ئې كم مثال ترلاسه كېږي. وفاقي وزير ووئيل راځئ جې لوظ وكړو مونږ ټول به خپلې ذمه وارې ترسره كوو او خپل خوږ وطن به د پرمختګ او خوشحالې نوي بام ته رسوو او د دې حفاظت او پرمختګ لپاره به د كومې هم ځاني او مالي قربانۍ څخه ډډه نه كوو. وفاقي وزير په دې غوره نندارتون منتظېمينو ته مباركي وركړه. ده دستاوېزي فلم هم وكتلو او د آزادې د ورځې كېك ئې هم پرې كړو. په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري اكبر حسېن دراني، د ډېمپ ډائرېكټر جنرل عمرانه وزير، پرنسپل انفارمیشن آفیسر شاھیرہ شاهد او د اطلاعات او خپرونو د وزارت نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو.