مونږ له به په خارجه ډګر د پرتو چېلنجونو تر مخه په نړيواله كچه تحقيق منظرعام ته راوستل وي. د خارجه وزير شاه محمود قريشي د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز دورې په مهال محقيقنو ته وېنا خارجه وزير د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز د نوې ودانې پرانسته هم وكړه

image

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي مونږ له به په خارجه ډګړ د پرتو چېلنجونو تر مخه په نړيواله كچه تحقيق منظرعام ته راوستل وي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز ﴿آئي آر اېس﴾ دورې كولو په مهال وكړې. خارجه سېكرټري سهېل محمود او د خارجه وزارت نور اعلٰي چارواكي هم خارجه وزير سره ملګري وو. د آئي آر اېس صدر اېمبسېډر نديم رياض د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي هركلے وكړو. په دې موقع خارجه وزير د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز د نوې ودانې پرانسته وكړه او په وزيټرز بك كښې ئې خپل تاثرات وليكل. خارجه وزير په دې موقع د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز محقېقينو ته وېنا هم وكړه. خارجه وزير د انسټيوټ نوې ودانې ته په منتقل كېدو پرېذيډنټ اېمبېسډر نديم رياض او د هغه ټولې ډلې له مباركي وركړه او وې وئيل زه په دې خوشحاله شوم چې د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز نوې ودانې په تكنيكي حواله په به بشپړه توګه فعاله ده. خارجه وزير ووئيل نن د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز ذمه وارې څو چنده زياتې شوي. ده ووئيل مونږ له به په خارجه محاذ پراته چېلنجونه په نظر كښې ساتلو سره په نړيواله كچه تحقيق منظرعام ته راوستل وي. د دې ادارې لا فعاله كولو لپاره به هر ډول ممكنه هڅې او وسيلې په كار راوستلې شي. ده ووئيل په دې بدلېدونكو حالاتو كښې به مونږ ته غوره حكمت عملي وضع كول وي. يوويشتمې پېړې ته د آسيا پېړې وئيلې شي چرته چې چين د يو لوي معاشي طاقت په توګه رامخې ته كېږي۔ده ووئېل مونږ له به چين سره په ګڼ شمېر څانګو كښې مرسته زياتول او سيمه ايز استحكام ته خپل پام ګرځول وي. خارجه وزير د انسټي ټيوټ د بېلا بېلو څانګو دوره وكړه او د انسټي ټيوټ د صدر د كاركردګۍ ئې ستائنه وكړه.

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں