د پاکستان او آئی ټی اېف سی ترمينځه تیل او ایل این جی درآمد لپاره د 386 ملیونه ډالره مالیاتی لوظنامه لاس ليك شوه

image

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پی پی) پاکستان او د اسلامی ترقیاتی ببنك ذیلی ادارې انټرنیشنل اسلامك ټريډ فنانس کارپوریشن (آئی ټی اېف سی) د تیل او ایل این جی درآمد لپاره د 386 ملیونه ډالرو لوظنامه لاس ليك كړې۔ پاکستان اسټيټ آئل کمپنی لمیټډ ، پاك عرب ریفائنری لمیټډ (پارکو) او پاکستان ایل این جی لمیټډ (پی ایل ایل) دې آسانيو څخه استفادہ کوي۔په لوظنامه د لاس ليك دستوره د ګل په ورځ اقتصادی چارو وزارت كښې وشوه۔ د اقصادی چارو ډویژن ، آئی ټی اېف سی، پی اېس او ، پارکو او پاکستان ایل این جی لمیټډ نمائندګانو په لوظنامه لاس ليك وكړو۔د لوظنامې ترمخه تیل او ایل این جی درآمد لپاره يو كال لپاره به 386 ملیونه امریکائي ډالره مالی معاونت وركولے شي۔آئی ټی اېف سی د پی اېس او ، پارکو او پاکستان ایل این جی لمیټډ د لارې تیل او ایل این جی درآمد لپاره د كال 2020 په مهال 1.2 اربه ډالره تجارتی فنانسنګ وركولو ته صلاح شوي دي

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں