قومي اسمبلۍ كښې د حكومتي او اپوزيشن ګوندونو پارلماني لارښودو شريكه غونډه پارلېمنټ هاؤس كښې راوبللې شوه

image

اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) قومي اسمبلۍ كښې د حكومتي او اپوزيشن ګوندونو پارلماني لارښودو شريكه غونډه پارلېمنټ هاؤس كښې رابللې شوې ده۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر به د غونډې مشري كوي۔ د قومی اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې غونډه كښې به د شهباز شريف ٬ بلاول بھټو ٬ شاه محمود قرېشي ٬ شېخ رشيد احمد ٬ طارق بشير چيمه ٬ سردار اختر مېنګل ٬ ډاكټر خالد مقبول صديقي ٬ ، غوث بخش مهر او خالد مګسی په شمول نورو پارلماني لارښودو ته د ګډون كولو بلنه وركړې شوې ده۔ غونډه كښې به د ګلګت بلتستان ټاكنې سپېځلې جوړولو سره سره عامو ټول ټاكنو له د انتخابي اصلاحاتو په اړه پارلماني لارښودو نه وړاندېزونه اخستلې شي۔ غونډه ماسپخين درې بجې رابللې شوې ده۔

مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں