اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ ګراني كمولو له د بشپړه او فعاله ګامونو پورته كولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي د صوبائي حكومتونو او اړوندو وزارتونو فعاله ګامونو سره به په ګرانۍ قابو وموندلے شي۔ د نرخونو ترمينځه فرق ختمولو كښې ډسټركټ ماركيټ كمېټۍ هم فعاله كردار لوبولې شي۔ هغه دا خبره د ګل په ورځ د نېشنل پرائس مانیټرنګ کمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې هره ورځ د كارېدونكو توكو د نرخونو جاج واخستے شو۔ غونډه كښې د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام ٬ د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد ٬ د محصولات خصوصي مرستيال ډاکټر وقارمسعود او د یوټېلیټي سټورز كارپورېشن او شماريات ادارې نمائندګانو په شمول نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د اوړو ٬ چينيو ٬ ټماټرو ٬ آلو او د چرګانو په شمول د نورو ضروري څيزونو نرخونو كښې د زياتوالي جاج واخستلے شو او عام صارفينو ته د دې څيزونو په مناسبه بيعه وركولو له په ګامونو خبرې وشوې۔ غونډه كښې په دې خبره صلاح يوه شوه چې اوسنيو بارانونو او د كووېډ وبا صورتحال ډېر زيات كړكېچن كړے ۔ د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ ګراني كمولو له د بشپړه او فعاله ګامونو پورته كولو سپارښتنه كولو سره ووئيل د نرخونو ترمينځ فرق ختمولو كښې ډسټركټ ماركيټ كمېټۍ هم او فعاله ګامونه پورته كولې شي۔ ده چيف سېكرټريز ته هدايت وكړو چې د غنمو مناسب وقفې نه وروستو جاري كول باوري كړئ دغسې چې نرخونو فرق كم وي او د ناجائزې منافع خورۍ مخنيوې وكړې شي۔ غونډې ته ووئيل شؤل چ هېواد كښې تر نومبر مياشتې د چينو مناسبه ذخيره موجود ده۔ د وزيراعظم صلاحكار یوټیلیټی سټورز کارپورېشن ته خپلو سټورونو ته د ضروري څيزونو رسنې پروګرام پياوړې كولو هدايت هم وكړو دغسې چې د ټولنې بې وزله طبقې ته آسانۍ وركړې شي۔ ده هيله ولرله چې د صوبائي حكومتونو او اړوندو وزارتونو فعاله ګامونو سره به په ګرانۍ قابو وموندلے ش