د تركيې صدر عمومي اسمبلۍ ته په خپله وېنا كښې د كشمير مسئله په بشپړه توګه په ډاګه كړې. د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور

image

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور وئيلي دي د تركيې صدر رجب طيب اردوان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وېنا كښې د كشمير مسئله په بشپړه توګه په ډاګه كړې، د كشمير په مسئله تركيې تل د پاكستان او د كشميريانو د دريځ ملاتړ كړے. وفاقي وزير ووئيل ټول قام د كشمير په مسئله د تركيې كردار ته د قدر په سترګه ګوري. ده ووئيل دواړه هېوادونه د مذهب، تهذيب او ورورولې په قوي خپلولې تړلي دي، په سباٶن كښې به د تركيې او پاكستان اړېكې لا قوي شي. وفاقي وزير ووئيل د كشميړ مسئلې حل لپاره به نړۍ ته د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كول وي. وزيراعظم عمران خان به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وېنا كښې د كشمير مسئله په ښه ډول په ډاګه كوي

مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں