نيکټا دې لا مستحكمه او موثره اداره جوړه كړې شي۔ اعجاز احمد شاه

image
APP21-15 ISLAMABAD: October 15 - Interior Minister Brig (R) Ijaz Ahmad Shah chairing the Board of Governors meeting of NACTA. APP

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) داخله وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي نيکټا دې لا مستحكمه او موثره اداره جوړه كړې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ د نيکټا بورډ آف ګورنرز مهمې غوندې ته خپله وېنا وكړې كومه كښې چې په 14 نكاتي اېجنډا غور وشو او مهمې پرېكړې وشوې۔ په غونډه كښې سىينيـټرز هدايت الله، رانا مقبول احمد، د قامي اسمبلۍ غړي جميل احمد خان، وفاقي سىيكټـريز يوسف نسيم کھوکھر، ليفټننټ جنرل (ر) مياں محمد حلال حسين ، راجا نعيم اکبر، نويد کامران بلوچ، د ټولو وفاقي اېجنسو ډائرېكټر جنرلز، ټولو صوبائي داخله سيكترانو او انسپكټر جنرلز ګډون وكړٶ۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل نيکټا دې لا مستحكمه او موثره اداره جوړه كړې شي۔ په غونډه كښې د فنانس ډويژن د لارې منظور كرے شوي بجټ د استعمالولو منظوري هم وركړې شوه۔ داخله وزير امر وكړو ترلاسه وسائل كارولو سره د ادارې بهترۍ لپاره كار وكړئ او د وسائلو او خرڅونو سپيځلے رېكارډ وساتئ۔ په غونډه كښې د نيكټا ملازمانو له د منظور قوانين له مخې د ميډيكل سهولتونو وركولو منظوري وركړې شوه۔ په غونډه كښې د وفاقي ملازمانو د قوائدو او ضوابطو له مخئ د بي پي اېس سكيل ٬ د ضرورت له مخې د ګاډو استعمال او د نورو سهولتونو هم منظوري وركړې شوه ۔ وفاقي وزير ووئيل د تھنك ـټهنك په توګه د نيكټا د كردار ستائنه كوم او اميد لرم چې كاركردګي به لا ښه شي۔ غونډه كښې د نيكټا د منظورو شوو 841 پوسټونو كښې د 443 پوسټونو خاتمې پحقله په اېجنډا لمبر 10 لا غور لپاره كميټي جوړه كړې شوه٬ په دې معامله به په بله غونډه كښې غور كولې شي۔ داخله وزير هىله څرګنده كړه چې دا اداره به خپل غوره صلاحيتونو كارولو سره د قام او هيواد خدمت وكړي۔

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں