د جماعت اسلامي امير سېنېټر سراج الحق مور صاحبه خپلې پلارنۍ مقبره كښې خاورو ته وسپارلې شوه۔ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په شمول د سياسي ٬ مذهبي او سماجي شخصياتو غمرازي

image

اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) د جماعت اسلامي امير سېنېټر سراج الحق د مور د جنازې لمونځ د دير ضلعې ثمر باغ پائيں كښې ادا كړې شو۔ سراج الحق د خپلې مور د جنازې لونځ پخپله وركړو۔ د خراب موسم باوجود د زرګونو په شمېر خلكو دې جنازه كښې ګډون وكړو۔ د جنازې لمونځ كښې د جماعت اسلامي نائب امير میاں محمد اسلم، سېنېټر مشتاق احمد خان ، د قومي اسمبلۍ غړي مولانا عبد الاکبر چترالی ، د كے پي كے مشر خطیب مولانا اسماعیل ، سياسي لارښودو ٬ علماﺀ كرامو او د خبريالانو په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو وګړو ګډون وكړو۔ د جنازې لمونځ نه وروستو ارواښاده خپلې پلارنۍ مقبره كښې خاورو ته وسپارلې شوه۔ سېنېټر سراج الحق سره صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ٬ مولانا فضل الرحمن ٬ علامه طاهر القادري ٬ ډاكټر بابر اعوان ٬ او عامر خان ټېلېفوني تماس نيولو سره غمرازي وكړه۔ دغسې ګرد هېواد څخه سياسي ٬ مذهبي او د سماجي حلقو لخوا هم د سراج الحق د مور په مړينه د افسوس څرګندونه وشوه۔ سراج الحق د غمرازۍ څرګندونه كوؤنكو مننه كولو سره ټول اولس ته د خپلې مور لپاره د دعا كولو خواست كړے دے۔ د جماعت اسلامي امير به د نومبر په 19 مه نېټه اسلام آباد كښې د مياں محمد اسلم په كور ٬ په 20 نومبر د جمعې لمونځ نه وروستو مركز اسلامي پېښور او په 23 نومبر منصوره كښې دعا لپاره راتلونكو كسانو سره ملاقات كوي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں