اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) تركيې په پاكستان كښې صنعتي او زرعي پرمختګ لپاره د ټ??كنالوجي د دوه پاركونو په جوړولو كښې خوښي څرګنده كړې٬ يو پارك به په مردان ??و بل پارك به په كوئټه كښې جوړولې شي۔ د راډيو پاكستان له مخې د خېبر پښتونخوا د حكومت وياند وئيلي دي چې په دې لړ كښې په دې وروس??يو كښې د تركيې يوې كمپنې سره تفاهم لاسليك شوے۔ ده ووئيل چې د ټ??كنالوجې پاركونو جوړېدو سره به د غېر فعاله صنعتي يونټو په بحالې او د حېواناتو د افزائش څانګې په وده كښې مرسته وشي۔