رحیم یار خان ۔ 06 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاھد خاقان عباسی وئيلي دي د آر اېل اېن جي ترسيل منصوبه خو عام وګړو ته په نظر نه راځي ولې دا منصوبه د پاكستان په پرمختګ او د توان مسئلو حل كښې مهم كردار لري۔ دا هغه منصوبه ده چې پنجاب او خېبر پختونخوا ته ګاز وركوي۔ د سوئی ن??درن او سوئی سدرن ګاز كمپنيو انتظاميې ٬ افسرانو او عملې هغه كارونه كړي دي كوم چې لويو لويو پرمختګ كړې هېوادونو هم نه دي كړې۔ ټوله نړۍ دا خبره مني چې پاكستان كښې تر ټولو زيات ارزان اېل اېن جي ګاز ترلاسه كېږي۔ ??ه سباؤن كښې به هم د نواز شریف د وژن ترمخه د پرمختګ سفر روان ساتلې شي۔ د خالي په ورځ صادق آب??د كښې د آر اېل اېن جي ترسيل منصوبې پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل دې څخه وړاندې د هېواد په تاريخ كښې كله 42 انچ پائپ لائن اچولې شوې نه وو او ??ن 1400 كلوميټر اوږد پائپ لائن غزولې شوې په كوم كښې چې 700 كلوميټر د 42 انچ پائپ لائن موجود دے۔ ده ووئيل د سوئی سدرن او سوئی ن??درن د دوه كالو په لږه موده كښې دا منصوبه پايې ته رسول د وياړ وړ خبره ده۔ وزيراعظم ووئيل كله چې زمونږ حكومت راغلو نو د ګاز د لارې چلېدونكې بجلي ګھر ٬ د سرې كارخانې او ??ورې صنعتي ادارې بندې وې۔ هېواد به 10 لكهه ټنه سره بهر څخه راغوښتله۔ سي اېن جي او ??ارخانو له ګاز موجود نه وو۔ په كورونو كښې د ګاز لوډشېډنګ روان وو۔ د ګاز په طلب او رسد كښې ښكاره فرق ؤ۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) حكومت په يو وخت كښې د برېښنا پېدا كولو كارخانو ٬ د آر اېل اېن جي او اېل اېن د ارپونو ډالرو ماليت منصوبې په يو ځائې پېل كړې او ??ن د برېښنا كارخانې چلېږي۔ ګاز هم راځي او ??ړۍ دا مني چې پاكستان كښې تر ټولو ارزانه اېل اېن جي پېدا كېږي۔ ۔وزیر اعظم ووئيل چين پسې پاكستان تېل راغوښتونكې دوهم لوئے هېواد ؤ ولې اوس د ګاز ترلاسه كېدو ??ه سوب د تېل په درآمداتو كښې ښكاره كمې شوې۔ ده ووئيل پاكستان كښې لګېدونكي د نړۍ تر ټولو نوې پاور پلانټ ګاز سره چلېږي چې په نتيجه كښې ئې صارفينو ته ارزانه برېښنا ترلاسه كېږي او ??ېو??د كښې راروانو 15 كلونو لپاره د برېښنا مسئله حل كړې شوې۔ ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ (ن) هغه ګوند او ??واز شريف هغه لارښود دے څوك چې تشې خبرې نه كوي بلكې عملي ګامونه پورته كوي منصوبې پېل كوي او ??ايې ته ئې رسوي۔ ده ووئيل وړاندې هم حكومتونو كارونه كړي دي او زما چېلنج دے چې تېر حكومتونه دې د خپل دور يوه منصوبه وښائي كومه چې ئې پېل كړې او ??ايې ته ئې رسولې وي۔ مسلم ل??ګ (ن) ??ه سوؤنو منصوبې پايې ته رسولې دي۔ وزیراعظم ووئيل مسلم ل??ګ (ن) په خپل دور كښې 580 کلومیټر موټروے جوړه كړې او اوس د څلور نيم كالو په موده كښې نوره 1800کلومیټر موٹروېز جوړولې شي۔ د نړۍ پرمختګ كړې هېوادونو هم د 200 څخه تر 250 کلومیټر موټروېز جوړه كړې نه ده۔ ده ووئيل سوئی ن??درن 45 كاله كښې 40 لاکھ کنکشن وركړې زمونږ حكومت به تر جون 20 لكهه اضافي كنكشن وركړي۔ وزیراعظم اولس سره وعده كولو سره ووئيل د سيمې د ګاز ٬ برېښنا ٬ سړكونو ٬ روغتيا او زده كړو په شمول ټول حاجتونه به ترسره كولې شي۔ ده ووئيل راروانو ټول ټاكنو كښې به د كاركردګۍ په بنياد مقابله وي۔ وزيراعظم ووئيل د موجوده حكومت د هڅو په نتيجه كښې د معيشت د پرمختګ شرح 5.3 فیصد ده كومه به چې لا زياته شي۔ ده ووئيل سباؤن كښې به هم د نواز شريف د وژن ترمخه د پرمختګ سفر روان ساتلې شي او څنګه چې دا منصوبه پايې ته ورسېده دغسې به هېو??د كښې نورې منصوبې هم پايې ته رسولې شي۔