واشنګټن 23 جنوری (اے پی پی) امریکا كښې د پا??ست??ن سفیر اعزاز احمد چوهدری وئيلي دي افغانستان كښې امن، پخوانۍ شخړې ختمولو او سيمه ايز استحکام له د پاك۔ امریکا قوي شراکت دارۍ ته اړتيا ده، د پاك امریکا اړيكې په شريك احترام او شريكو ګټو اډانه دي، افغانستان كښې د امن بحالۍ له پا??ست??ن تل د نړيوالو هڅو بشپړه مرسته كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده واشنګټن ډی سی كښې ستراتيجك اینډ انټرنېشنل سټډیز سنټر كښې د ’’پاك امریکا اړيكو په سرخط ??ون??ې ته وينا كښې وكړه۔اعزاز احمد چوهدری ووئيل د پاك امریکا اړيكې په شريك احترام او شريكو ګټو اډانه دي۔ ده ووئيل پا??ست??ن او امریکې ترمينځه مرستې ته اړتيا ده كومه چې سيمه كښې امن او استحکام شريك مقصدونو او په خاص توګه افغانستان كښې د پخوانۍ شخړې امناكه حل له ضروری ده۔ سفیر ??ون??ه په افغانستان كښې د افغانانو او د افغانانو په مشرۍ كښې د مفاهمتی عمل لپاره د پا??ست??نی حکومت د ګڼو اقدامات څخه خبر كړه۔ ده ووئيل افغانستان كښې د امن او امان بحالۍ له پا??ست??ن تل د نړيوالو هڅو بشپړه مرسته كړي او اوس هم چمتو دې۔ ده ووئيل د افغان مسئلې كوم پوځي حل نشته۔ ده ووئيل پا??ست??ن خپل دا دريځ بيا بيا څرګند كړې چې افغانستان كښې امن او استحکام زمونږ خپل امن او استحکام له هم ضروری دې۔سفیر اعزاز احمد چوهدری ګډون كونكې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پا??ست??ن د قربانیو او په دې مهال ?? ترلاسه شوې کامیابیو څخه خبر كړل۔اعزاز احمد چوهدری ګډون كونكې پا??ست??ن كښې د سرمایه كارۍ په اړه د ښه موخو څخه خبر كړل، ده ووئيل پا??ست??ن كښې اقتصادی صورتحال كښې د ښه والې په سوب د امريكې ګڼ تجارتی شخصیات سرمایه کارۍ كولو كښې خوښې لري۔اعزاز احمد چوهدری د پا??ست??ن او امریکې ترمينځه په اولسي كچه د قوي رابطو پشمول 70 كلن ګڼ اړخيزه اړيكو په بيلو اړخونو رڼا هم واچوله۔