ډیووس 26 جنوری (اے پی پی) د پاکستان ا?? سعودی عرب ترمينځه نزدې مراسمو په تناظر كښې وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ډیووس كښې د سعودی سینئر وزيرانو شريكې ډلې سره ليدلې دي ۔ د ملاقات پھ مهال پاکستان كښې د سعودی عرب د ګڼو پرمختيائي پروژو په اړه د چارو جاج واخستلې شو۔ د سعودی عرب پھ پلاوي كښې د خزانې وزیر محمد الجدان، د تجارت وزیر ماجد بن عبداللہ القصاب، د توان وزیر خالد الفلیح او دوهم ابرا??یم الصاف شامل ؤ۔ د وزیراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقی او نور سینئر حکومتی اهلکار هم په دې مهال موجود ؤ۔ ملاقات كښی دې خبرې ته سلا راغله چې د سعودی حکومت سره په كومو پروژو خبرې اترې شوې په هغې دې په تندۍ سره عمل وكړې شي او په دې لړ كښې د پاکستان سینئر چارواكو مشتمل پلاوي په يو ??رځو كښې د سعودی عرب دورہ وكړي۔ د وزیراعظم د پاکستان حکومت او پاکستانی اولس د اړخه خادم حرمېن شریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز، ولی عهد محمد ??ن سلمان ا?? د سعودی عرب اولس ل??اره د نيكو هيلو پیغام هم وركړو۔