اسلام آباد 03 فروري (اے ??ی پی) په پاكستان، آزاد كشمیر او ټوله نړۍ كښ?? به د كشمير يووالي ورځ سبا د ګل په ورځ د فرورۍ په 5مه نېټه لمانځلې شي۔ د كشمیر شهيدانو ته پيرزوينې وړاندې كولو او د كشمیریانو د خپلواكۍ حق لپاره هلې ځلې رامخې ته كولو پھ غرض پاكستان كښ?? د?? ورځ د 1990ء راهسې لمانځلې كېږي۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد نړۍ ته دا ښكاره پیغام وركول دي چې پاكستان د كشمیریانو جائز مسئلې بشپړه ملاتړ كوي۔ په 5مه فروری د آزاد كشمیر پشمول ټول هېواد كښ?? به عامه رخصتي وي او دغسې بيلو تنظیمونو د نړيوالې ورورلۍ پام د كشمیریانو د ستونزو پلو راګرځولو له به په دې ورځ ټول هېواد او آزاد كشمیر كښ?? د لاريونونو ، اولسي غونډو ، دستورو او سیمینارونو اهتمام كولې شي ۔ د كشمیر كلتور او روایاتو ته ودې وركولو له د خاص كلتورې پروګرامونو، عكسي نندارتونونو او فیسټیولز اهتمام هم شوې۔ راډيو پاكستان، آزاد كشمیر، پی ټی وی ا?? شخصی چینلې به د كشمیر په اړه خاص پروګرامونه وړاندې كوي۔